Featured Posts
-
رمضان د نیکیو پسرلۍ
نن مسلمانانو ته د نيل سيند، د فلسطين او د عربو جزيرې، د بر عظیم، او د هندوستان او حيدر آباد په رياست کې د مسلمانو لږکيو ستونزې پرتې دي او له دې پرته په اروپا او افريقا کې د مسلمانانو مشکلات او داسې نورې ډېرې ستونزې شته چې ترې وتل د الله د مرستې او تأييد پرته ممکن نه دي. او د الله مرسته په نافرمايۍ سره نه، بلکې په اطاعت او مننې سره راځي، نو له دې امله خو د دې سترې موکې څخه د ګټې اخيستلو په خاطر خپلې ملاګانې وتړئ، زړونه مو له وسوسو څخه پاک کړئ، نفسونه مو چمتو کړئ، په زړه او روح دواړو سره د رمضان هرکلی وکړئ، ډېره زياته توبه او استغفار وکړئ
-
قبر
قبر:د یوازیتوب او تنهایې کورده، د ډار او زړه تنګۍ کور،د تیارو کور چی ملازم یې بې خوبه او اوسیدونکی یې غلۍ ده، ملګرۍ او همدم یې ژړا و فریاد، اوښکې او چینجي دي،د مړو کورده، د افسوس او نا امیدۍ ځای ده.قبر د اخرت له منزلونو نه لومړۍ منزل ده، نو که چا ترې نجات ومونده وروستني منزلونه یی اسانه دي خو که چا تری خلاصون ونه مونده نور یې تر دې هم سخت دي
-
سجده - سلایډ
درنو لوستونکو! تاسې ښه پوهیږۍ چې د الله جل جلاله پر لور سجده کول یو له سترو او فرضي عباداتو ځني ده،او حضرت عمر رضي الله تعالی عنه وايي چې که په دې دنیا کې په خړو خاورو دا تندۍ لګول نه وای نو ما به هیڅکله هم په دنیا کې اوسیدل نه وه غوره کړي. دا سلایډ تاسې ته د اوسني ساینس د څیړنو په هکله وايي چې د سجدې د اهمیت په هکله یې کړي دي یعنې دا راښایي چې سجده څومره د بدن لپاره ګټوره ده . پر ډانلوډ کلیک وکړۍ او سلایډ ډانلوډ کړۍ.
-
رمضان او ځوانان
ځیني ځوانان چې له بدو کارو یې منع کوې او نیکو کارونو ته یې رابولې، وایي: هغه څه چې ته ورته وایې پرې پوره قناعت لري، خو دا نفسي خواهشات یې ډیر پرې زورور دي او نشي کولای ځان کابو کړي، په پیل کې یې دا عذر لږ منطقي وي، خو که په رمضان کې یې حالت ته وګورو بیخي بل ډول تر سترګو کیږي. چې کله د سحر د اذان په پیل کیدو شي نو سمدلاسه له خوراکه لاس نیسي، که له خوبه هم ناوخته راپاڅیدلۍ وي او یا یې لومړې مړی په خوله وي. همدارنګه د روژه ماتي پر وخت بیړه نه لری تر څو اذان نه وي شوی د دسترخوان پر لوري لاس اوږد کړي
-
آیا غواړې چې له ګناه څخه خپل زړه بیل کړې؟؟
غواړم توبه وباسم خو نه یې شم کولای...نشم کولای چی له ګناه نه خپل زړه بیل کړم...د شپې په ډیره برخه کی د الله د عبادت لپاره ویښ اوسم داسې عبادت چې اوښکې مې له سترګو جاري کیږي،خو د ورځی لخوا بیا په هماغه پخوانیو عاداتو اخته یم هیڅ بدلون په ځان کی نه وینم...له ځانه په تنګ شوم...ډیر ځلي مې هڅه وکړه،په زیاتو حلقاتو کی کښیناستم،زیات وعظونه مې واوریدل،هڅه مې وکړه چی توبه وباسم او خپل زړه پاک کړم،خو تر اوسه پخپل نفس کی د کوم مثبت بدلون پر راوستلو بریالۍ نشوم
-
د ناهید کیسه
زه په یوې ډیرې عجیبې کورنۍ کې ژوند کوم، زه نه پوهیږم چې دلته ولې پیدا شوې یم…….دلته مې زړه ډیر تنګ دی…… دا جملې همیشه د ناهید په ذهن کې ګرځیدلي، ناهید اوس د شپاړسو کلو ده، د ځوانۍ دنیا ته په ننوتو، د ډول ډول خیالونو سره بلده شوه، خپل چاپیریال ته متوجه شوه، هر څه د ناهید د خوښې پر خلاف روان ول.
-
لومړی انځور
دا لومړی تصویر عبدالله ابن مسعود موږ ته خوندی کړی هغه وایی یوه ورځ داسی مهال د حضرت محمد ص خدمت ته حاضر شوم چی هغه مبارک په منبر ناست و او ماته یی وویل ای عبدالله! ماته قران پاک ولوله چی یی واورم. ماپه ډیر هیښتیا او ادب سره وپوښتل: زه یی درته ولولم په داسی حال کی چی پر تا نازل شوی دی؟ هغه راته وفرمایل هوزه غواړم چی له ما غیر بل چا څخه یی واورم. عبدالله وایی : ماورته د نساٴسورت لوستل پیل کړل: ( فکیف اذا ﺠﺌنا من کل امة بشهید و ﺠﺌنا بک علی ﻫﺌولاﺀ شهیدا).هغه به څه ډول حالت وی چی په هر امت ګواه تیر شی او ته په دی ټولو انسانانو ګواهی ورکړی.
-
شیخ الاحرار شهید احمد یاسین
هغه تر ۱۹۸۷ کال پوری ډیرمشهور نه وو خو د ۱۹۸۷ کال د دیسامبر په ۱۴ کله چی د حماس د اسلامی مقاومت مشهوره ډله یی جوړ کړه خورا نومیالی شو او له همدی کبله په ۱۹۸۹ زیږدیز کال کی د اسرایلیانو له خوا محاکمه او د عمر تر پایه په بند محکوم شو . خو وروسته له اتو کالو بند تیرولو د شاه حسین د اردن د هغه مهال د پاچا په واسطه او د هغه له خوا د اسرایلیانو د دوو بندیانو په بدله آزاد او د اردن خاوری ته تبعید شو. د اسرایلیانو د بند د آزادیدو څخه وروسته د خلګو د پاره یو نمونه شو اوډیر د قدر او ستاینی وړ وګر ځیده .
-
رجب طیب اردوغان وپیژنۍ
نوموړی لومړی سياسي کس و ، چې پر غزة يې د اسرائيلو بريد وغنده همدغه دليل و ، چې ولسمشر شمعون پيريس پرې د ډافوس په سيمينار کې نيوکې کولې کله ، چې نوبت اردوګان ته ورسيده دغونډې سمبالونکي به يې خبرې ورپرې کولې ده څوځلې ورنه غوښتنه وکړه ما پريږده ،چې خپلې خبرې پوره کړم ، خو سمبالونکی ، چې دواشنګټن پوسټ ورځپاڼې مشهور ليکوال دی او له اسرائيلو سر ه يې خواخوږي له هيچا پټه نه ده اردوګان ته مناسب وخت نه ورکاوه هماغه و ، چې اردوګان د ملګرو ملتونو دعمومي سر منشي بان کي مون ، دعرب ليګ د مشر عمروموسی په حضور کې له تالاره اووت او داغبرګون يې وښود ، چې سمبالونکو ډلې دا نه پرېښود ، چې د غزې د جګړې په اړه د شمعون پیریس پر څرګندونو يو څه ووايي .